slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

ورزش او رسنۍ یو له بله نه‌جلا کېدونکي ملګري دي، چې د ورزش د وده، شفافیت او ولسي ملاتړ لپاره یو بل بشپړوي. د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له خوا دا ډول ناستې هڅه ده، څو د رسنیو او ورزشي بنسټونو ترمنځ د لا ښې همکارۍ زمینه برابره کړي.

کابل کې د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست له لوري له هېواد سره د ورزشي خبریالانو د همغږۍ او همکاریو د لا پیاوړتیا په موخه یوه مهمه ناسته ترسره شوه.

په یاده ناسته کې د یاد ریاست مسؤلینو رسنۍ د هېواد د ورزشي پرمختګ لپاره بنسټیزې او نه‌جلا کېدونکې همکارې وبللې. دوی ټینګار وکړ، چې رسنۍ د ورزش انعکاس، ستاینه، انتقاد او پراختیا ته پراخه زمینه برابروي.

د یاد ریاست رئیس، مولوي احمدالله وثیق، په دې ناسته کې وویل:
"تېر کال افغان ورزشکارانو ۱۲۵ نړیوال مډالونه ګټلي، چې دا د هېواد د ورزش په تاریخ کې بې‌ساری پرمختګ دی." نوموړي همداراز زیاته کړه، چې ډېر ژر به د میدان وردګ ولایت د اسعدآباد ولسوالۍ لپاره د یو معیاري جمنازیم د جوړېدو چارې پیل شي.

ورزشي خبریالانو له دې ناستې هرکلی وکړ او د ورزشي برخې د لا پیاوړتیا لپاره یې خپل چمتووالی څرګند کړ.

په ناسته کې د مرحوم افغان کرېکټ لوبڅار، بسم الله جان شینواري، د روح شادۍ او مغفرت لپاره دعا هم وشوه.