slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د پکتـيا امنیه قومندانۍ اړوند د څمکنـیو ولسـوالۍ د نشه‌یي توکو سره مبارزې پولیسو له لوري د یو کشفي راپور پر بنسټ د همدې ولسـوالۍ په مربوطاتو کې، ٥٦٠ دانې ټابلين او ٣١ دانې ټابلیټ کا نشه‌یي ګولۍ کشف او نیولي.

د یادو نشه‌یي توکو په تړاو یو تن هم نیول شوی، چې دوسیه به یې تر لومړنیو څېړنو وروسـته، عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.