د احصایې او معلوماتو ملي اداره: په روان کال کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې وياند محمد حليم رافع پوليس راډیو ته وویل؛ روان کال په هېواد کې په لومړي ځل په ۱۵ ولایتونو کې د پنبې سروې ترسره کړې ده، چې پر اساس یې په ټول هېواد کې ۱۵۹ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.
رافع زياتوي د دې سروې ارقام ښيي چې د تېر کال په پرتله د پنبې په تولید کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی او تر ټولو ډېره پنبه (۸۰ زره مټریک ټنه) په هلمند ولایت کې، په بلخ کې څه باندې ۳۴ زره مټریک ټنه، کندهار کې څهباندې ۱۱ زره مټریک ټنه، جوزجان کې نږدې ۱۱ زره مټریک ټنه او ننگرهار ولایت کې څه باندې ۵ زره مټریک ټنه پنبه تولید شوې ده.