اسټرالیا تهران کې خپل سفارت وتاړه.
د
اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي تازه اعلان کړی، چې له خپل هېواده یې
د ایران سفیر شړلی او په تهران کې یې د اسټرالیا سفارت هم تړلی دی.
اسټرالیا دغه اقدام د یهودو پرضد په دوو بریدونو کې د ایران د لاس لرلو په
غبرګون کړی دی.
د اسټرالیا لومړي وزیر همدا راز ویلي، چې د سفارت د تړلو سربېره به اسټرالیا د ایران د سپاه پاسداران نوم هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي. د اسټرالیا استخباراتي ادارې (ASIO) موندلې، چې ایران په سېډني کې د یوه رسټورانټ او په مېلبورن کې د یوه مذهبي ځای پر ضد بریدونه تنظیم کړي دي.