خوست کې ۴۸ کلنه خپلمنځي شخړه په سولهییز ډول حل شوه
د خوست ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ اړوند د لنډرو په سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۸ کاله پخوانۍ خپلمنځي شخړه، چې پکې یو تن وژل شوی و، د سولهییزو هڅو په پایله کې حل او فصل شوه.
د علیشیرو او تریزیو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر آمریت آمر مولوي اسماعیل شهاب د اړوندو محتسبینو او د سیمې د قومي مشرانو په همکارۍ د شخړې د حل پروسه رهبري کړه. شخړه د دواړو لورو په بشپړه رضا او قناعت سره د اسلامي ورورولۍ، بښنې او یووالي په فضا کې هواره شوه.
د حل په مراسمو کې د ولسوالۍ دیني علماوو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و، او دواړو لورو د راتلونکي لپاره د سولې او ورورګلوۍ پر دوام ټینګار وکړ.
مسؤلینو د دواړو کورنیو د دې اقدام ستاینه وکړه او د تلپاتې سولې، هوساینې او یووالي دعا یې وکړه.