slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لوګر ولایت امنیتي چارواکي وايي، یو تن چې د "مجاهد" له نوم څخه ناوړه ګټه اخیسته، د شش قلعه سیمې اړوند د کلنګار په سیمه کې له وسلو او نورو مشکوکو توکو سره یو ځای نیول شوی دی.

د لوګر امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه عملیات د لومړۍ امنیتي حوزې، د دوهم امنیتي سمت مجاهدینو، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې لوی مدیریت او د کنټرول ملګرو د کشفي راپور پر اساس ترسره شوی دی.

د دویم سمت آمر، مجاهد مسکین خاورې، ویلي چې نیول شوی کس "کریم‌الله" نومېږي، او د "مجاهد" له نوم څخه په استفادې یې وسلې ګرځولې. له نوموړي سره یو ساده دوربین، یو میکاروف توپانچه، یو ګلاک توپانچه، یوه برچه، او یو شمېر مرمۍ هم ترلاسه شوي دي.

امنیتي چارواکي زیاتوي، چې د یاد کس نیول د لوګر امنیه قومندانۍ د امنیتي ځواکونو د ګډو هڅو پایله ده.

همداراز چارواکو یادونه وکړه، چې له دې وړاندې هم د دوهم امنیتي سمت او کنټرول منطقوي آمریت بیدارو او زړورو ځواکونو له خوا یو د موټر غل او درې تنه د پسونو غله نیول شوي وو.

د لوګر امنیه قومنداني وایي، دا ډول غیرمسؤوله وسله‌وال به قانون ته تسلیمېږي او د ناوړه استفادې مخه به په جدي توګه نیول کېږي.