slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د هغې د څلورو خبریالانو پر وړاندې د افترا دعوا کړې ده. نوموړي د فلورېډا په یوه محکمه کې شکایت ثبت کړی او د ۱۵ میلیارده ډالرو د غرامت غوښتنه یې کړې ده.

دغه شکایت د یوه کتاب او درې مقالو پر بنسټ ترتیب شوی، چې د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو نه دوه میاشتې مخکې خپاره شوي وو. په مقالو کې ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره "نامناسب نوماند" معرفي شوی، او په کتاب کې بیا د هغه د مالي چارو په اړه ادعاوې شوې دي.

ټرمپ په ټروت سوشل کې نیویارک ټایمز د "فاسدې او دروغجنې رسنۍ" په توګه یاد کړی او تور یې پورې کړی چې د ډېموکراتانو په ګټه تبلیغ کوي.

په مقابل کې، نیویارک ټایمز د ټرمپ دعوه بې بنسټه بللې او ټینګار یې کړی چې ورځپاڼه به له خپلواکې خبریالۍ څخه د فشارونو له امله شا نه شي. د دې ورځپاڼې ویاند وویل: «دغه ډول ګواښوونکي تکتیکونه زموږ دنده نه شي متوقف کولی.»

یاد حقوقي اقدام د ټرمپ د هغو قضیو دوام بلل کېږي چې مخکې یې پر نورو لویو امریکايي رسنیو لکه "ABC"، "CBS" او "وال سټریټ ژورنال" هم کړې وې. په ځینو مواردو کې دغه دعوې د محکمې له بهیر پرته د مالي جوړجاړي له لارې پای ته رسېدلې دي.