slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په کابل کې د امام ابوحنیفه رحمه ‌الله څلورم ملي او نړیوال نندارتون کې د ننګرهار وادې کرنیز شرکت خپل کرنیز تولیدات او پروسس شوې محصلات نندارې ته وړاندې کړل، چې د ګډونوالو له لوري یې هرکلی شوی دی.

د ياد شرکت مسوولين وايي د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا په موخه د خلکو، ملي سوداګرو او خصوصي پانګوالو ملاتړ ته اړتیا ده او هیله لري چې د دې نندارتون له لارې به محصولات لا ډېر معرفي او بازارموندنه یې پراخه شي.

هېره دې نه وي چې یاد نندارتون به د قوس تر ۲مې نېټې پورې د کابل په چمن حضوري کې پرانیستی وي.