slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات ځایي چارواکي وايي، د خواف–هرات د اورګاډي پټلۍ له لارې د توکو واردات د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوي.

د هرات د ولایت مقام ویاند، مفتی یوسف سعیدي وایي، هره ورځ دوه زره ټنه تجارتي توکي، په ځانګړي ډول سمنټ، کاشي،  اوسپنه، نفتي  او نور ساختماني توکي د هرات روزنک تمځای ته انتقالېږي. 

د نوموړي په وینا، د بار تخلیې بهیر هره ورځ روان وي.

په همدې مهال، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي بشیرمحمد سیرت وایي، د اورګاډي پټلۍ کارونه د وارداتو او صادراتو د اسانتیا لپاره تر ټولو ښه لاره ده او ګڼې ستونزې يې راکمې کړې دي.