slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


افغان کورشکارانو د ترکمنستان د عشق اباد ښار په کوربه‌توب په نړۍوالو سیالیو کې، چې د غویي میاشتې پر دویمه پیل شوې او تر ۵ مې به دوام وکړي، په " ګورش " سبک کې پنځه د برنزو او یو د نقرې مډال وګاټه او په ټیمي ډول یې درېیم مقام خپل کړ.

په نننیو سیالیو کې ویس عزیزي په ۹۰ کیلو وزن کې د سپینو زرو، محب رحماني په ۱۰۰ کیلو وزن کې، کریم الله علیزي په ۵۷ کیلو وزن کې، کلیم حبیبي په ۶۲ کیلو وزن کې، امین الله پهلوان  په ۷۵  کیلو وزن کې او میرویس ابراهیمي په + ۱۰۰ کیلو وزن کې د برنزو مډالونه ګټلي.

یادې سیالۍ د ۱۴ هیوادونو د ورزشکارانو ترمنځ په دوو سبکونو " ګورش او الش "  کې پیل شوي، چې له افغانستان څخه ۱۲ ورزشکارانو او  شپږ روزونکو او هیئت ګډون کړی. په ګورش سبک کې ترکمنستان اول، قرغیزستان دویم او افغانستان درېیم مقام خپل کړی.