له تورخم وروسته د سپین بولدک چمن دروازه هم د هرډول تګ راتک پر مخ وتړل شوه.
د سپینبولدک د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر، حافظ علي محمد حقمل رسنیو ته ویلي چې دا پرېکړه د پاکستان له لوري شوې او د افغانستان له اړخه هېڅ تخنیکي یا امنیتي خنډ شتون نهلري.
حقمل ویلي: « موږ له خوا د دروازې د تړل کېدو هېڅ لامل نهلرو، خو د پاکستاني لوري له خوا نن سهار د دروازې تړلو اقدام وشو، چې له امله یې زرګونه کسان او لسګونه موټر د دواړو غاړو پر لور بند پاتې دي.»
یاده پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ له مهمو تجارتي دهلیزونو څخه ده، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو د توکو د لېږد او د خلکو د تګ راتګ لپاره ستر اهمیت لري.
دغه پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د تېرو ورځو په اوږدو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نښتې او هوايي بریدونه شوي وو. راپورونه وايي، د پنجشنبې شپه پاکستاني الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په مرغی بازار سیمه کې هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې د کابل فضا هم تر فشار لاندې راغلې وه.
سرچینې زیاتوي چې له دې نښتو وروسته د اسلامي امارت ځواکونو د انتقامي بریدونو په ترڅ کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان پر څو پوستو عملیات کړي دي.
تر اوسه د پاکستان حکومت د سرحدي دروازو د تړل کېدو په اړه رسمي څرګندونې نهدي کړې، خو نن سهار د تورخم لار هم د ورته دلایلو له مخې تړل شوې ده.