slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

نن چهارشنبه د کرنې او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د کورني اقتصاد د پیاوړتیا په موخه لغمان کې د شل میلیونه افغانیو په ارزښت پنځه سوه کورنیو ته، چې هرې کورنۍ ته په کې پنځوس د هګیو چرګې او د چرګو لپاره د کوټنۍ د جوړولو وسایل شامل ول.

د لغمان د کرنې او مالدرۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد وایي نن پنځه سوه بې وزله کورنیو ته د چرګو لپاره د کوټنۍ وسایل ورکړل شول. په دې وسایلو کې ګاډر، د چرګانو دانه، د اوبو وسایل، دروازه او کړکۍ شاملې وې.
ددغې مرستې مالي لګښت FAO موسیسه ورکوي او عملاً خلکو ته د ویشلو مسوولیت یې NCRO موسیسې په غاړه درلود.

په دغې مرستې د لغمان مرستیال والي مفتي محمد یوسف جمالزي هم خوښي وښوده او ویې ویل، چې په دې سره به ددغو پنځه سوه کورنیو کورنی اقتصاد وغوړیږي او له درکه به یو څه عاید ترلاسه کړي.
نوموړی وویل ولایتي اداره هڅه کوي، چې دې ته ورته مرستې نورې هم راجلب کړي تر څو د خلکو لومړني ضروریتونه رفع شي.

په یاده مرسته باندې یې اخیستوونکې کورنۍ خوشحاله دي او وایي، چې اقتصاد به یې ورسره وغوړیږي او له دې درکه به یو څه عواید ترلاسه کړی.