slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست اوسېدونکي وایي، چې پدې ورستیو کې یې پاسپورټ امریت هغو ستونزو رسېدنه کړې، چې وړاندي به یي د پاسپورټ اخیستلو لپاره میاشتي انتظار کوو

د دوی په وینا؛ دوی اوس د پنځلسو ورځو په جریان کې پاسپورټ ترلاسه کوي.

بل لور د همدې امریت د مسولینو په وینا تېر ۱۴۰۳ کال کې څه د پاڅه ۳۶ زره پاسپورټونه يې ویشلي دي او هڅه کوي، چې خوست‌میشتو ته لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

په خوست کې د پاسپورټ مسولين وايي،  چې تېر ۱۴۰۳ کال کې یې ۳۶۱۴۰ پاسپورټونه ویشلي او هڅه یې دا ده، چې هېوادوالو ته په دې برخه کې لا نورې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د دوی په خبره هغه ستونزې چې وړاندې پاسپورټ اخيستونکي وسره مخ و، هوارې شوي.

بل خوا بيا د خوست ولایت اوسېدونکي د پاسپورټ امریت له ورستیو اجراتو خوښ دي. دوی وایي مسؤلینو يې هغو ستونزو ته رسېدنه کړې، چې وړاندي به یې د پاسپورټ اخیستلو لپاره په میاشتو انتظار کوو.

 دوی وايي؛ اوس په یوه ورځ کې د نولیکنې چارې بشپړیږي او د پنځلسو ورځو په جریان کې خپل پاسپورټ تر لاسه کوي.

یاده دې وي چې د پاسپورټ امریت په دې وروستیو کې خپلې چوپړتیاوې چټکې کړې دي، چې خلک یې له ګڼو ستونزو خلاص کړي  او په اسانۍ سره پاسپورټونه ترلاسه کوي.