slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسرایلو د پوځ ویاند تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې غزه کې د روانې جګړې پر مهال یې د پوځ د مرګ ژوبلې کچه لوړه ده او دغه جګړه په لوړ قیمت سره پر مخ وړي. د پوځ د ویاند د دغو څرګندونو سربېره وړمه ورځ یوې اسرایلۍ ورځپاڼې یدیعوت آحارانوت هم په روانې جګړه کې د اسرایلي پوځ د زیاتو تلفاتو له ورکړې خبر ورکړی وو. دغې ورځپاڼې ویلي و، چې روانې جګړه کې یواځې ۱۲ زره ۵ سوه صهیونستي پوځيان معلول او په کور کېنول شوي دي. که څه هم د اسرایلي پوځ ویاند د ټولو وژل شویو اسرایلي پوځیانو شمېر د ۵ سوو په شاوخوا کې ښيي، خو د راپورونو په حواله دغې جګړه کې زرګونه اسرایلي پوځیان وژل شوي دي.