slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بغلان د خوست او جلګې ولسوالیو پر لویه لاره ترافیکې پېښې نهه کسان وژلي او اووه نور یې ټپيان کړي دي.

بغلان امنیې قومندانۍ وايي دا پېښه پرون چهار شنبه سهار مهال د بغلان ولایت د یادو دوو ولسوالیو پر لویه لاره شوې. په پېښه کې د پلفي کوتل په سیمه کې یو فلاینکوچ موټر د چلونکي د نه پاملرنې له کبله چپه شوی چې پکې ناستو ټولو کسانو ته زیان اوښتی. پېښه کې اووه ښځو او دوو  نارینه وو ژوند بایللی او پاتې اووه کسان ټپیان دي.

د سرچینې له قوله د سیمې پولیسو سم دستي د پېښې ټپيان په بغلان کې د نهرین ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي.