امریکا د غزې په اړه د ملګرو ملتونو د اوربند پریکړه رد کړه
د راپورونو له مخې، امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه مسوده رد کړې چې په غزه کې د بېقیده اوربند او بشري مرستو د لېږد د تضمین لپاره جوړه شوې وه.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، یاد پریکړهلیک د ۱۵ غړو شورا له ډلې د لسو غړو لخوا چمتو شوی و او په پایله کې ۱۴ غړي پرې موافقه کړې، خو امریکا یې رد کړه. رایهاچونه د پنجشنبې په شپه وشوه.
د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ډنمارک سفیرې کریستینا مارکوس لاسن وویل: «په غزه کې د قحطۍ وضعیت تایید شوی دی. اسرائیلو خپل پوځي عملیات پراخ کړي او د ملکي خلکو کړاوونه یې نور هم زیات کړي دي.» هغې ټینګار وکړ چې دا وضعیت یو انساني ناورین ګڼل کېږي او د نړیوالې ټولنې د اقدام غوښتنه کوي.
دا په تېرو دوو کلونو کې شپږم ځل دی چې امریکا د امنیت شورا په غزې پورې تړلي اوربند پریکړه ردوي.