نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې یوه مېرمن له ۱۴ کلن کورني تاوتريخوالي وژغورل شوه
د خوست ولایت محتسبینو د ټولنې اصلاح او د مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته د ژمنتیا په دوام، یو ځل بیا د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند یوه بله مېرمن له ۱۴ کلن رواني او کورني تاوتريخوالي وژغورل شوه.
دغه قضیه په داسې حال کې حل شوې، چې یوازې دوه ورځې وړاندې هم د همدې ولسوالۍ یوه بله مېرمن د څلور کلن تاوتریخوالي له منګولو خلاصه شوې وه.
د خوست محتسبین وایي، دوی د شریعت، عدالت او مهربانۍ پر بنسټ، د ټولنې هر وګړي ته د مشروع حقونو د خوندیتوب ژمن دي. ادارې له ټولو خوستمېشتو درنو ولسونو غوښتنه کړې، چې که څوک له ظلم، تاوتريخوالي یا د حقونو له پایمالېدو سره مخ وي، نو له دې ادارې سره دې زغرده اړیکه ونیسي.
د محتسبینو د دفتر په وینا، دا ډول ګامونه به د یوې سالمې، عادلانه او باوري ټولنې د رامنځته کېدو لامل شي، چیرې چې هر فرد خپل حقونه ترلاسه کړي او له ناروا چلندونو خوندي وي.