بریتانیا، فرانسه او جرمني په غزه کې د سمدستي اوربند او مرستو د لارو پرانیستلو غوښتنه کړې
درېیو اروپايي هېوادونو بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه اعلامیه کې غوښتنه کړې، چې په غزه کې باید ژر تر ژر اوربند وشي او بشري مرستو ته باید بشپړ لاسرسی تضمين شي.
د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، چې د «ای درې» ډلې په چوګاټ کې همکاري کوي له اسراییل څخه غوښتنه کړې، چې د نړیوالو بشر دوستانه قوانینو له مخې دې خلکو ته اوبه، برېښنا، روغتيايي پاملرنه او د بېړني طبي تخلیو ته لاس رسۍ برابر کړي.
دغه اعلامیه، چې د جمعه په ورځ خپره شوې په کې ویل شوي: «موږ له اسراییل څخه غوښتنه کوو، چې د نړیوال بشري قانون سره سم د اوبو، برېښنا، روغتیايي پاملرنې او بيړني طبي تخليې په ګډون بشري لاسرسی بيرته فعاله کړي.»
دې درې اروپايي هېوادونو په جګړه کې د ملکي وګړو مرګ ژوبلې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او دا يې «زړه دردونکې» بللې ده.
د اعلامیې په یوه برخه کې له حماس ډلې غوښتنه شوې، چې د اسراییل یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
د دې هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټينګار کړی، چې روان کړکېچ پوځي حل نه لري او یو دوامداره اوربند یوازينۍ باوري لاره ده، چې سولې ته رسولی شي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې اروپايي حکومتونه د ملګرو ملتونو د پروژو د خدماتو دفتر په غزه کې د ودانۍ له پېښې سخت ماثره دي او دا پېښه يې «شدیده خواشینوونکې» بللې.
دوی د دې پېښې د یو خپلواک او ناپېيلي څېړنې غوښتنه کړې ده.