slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هېواد المپیک او ورزش عمومي ریاست د ملت سټیل شرکت سره د ځوان فوټبالر محمد عثمان عاطف د ملاتړ لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړ، ترڅو د هغه د زده‌کړو او ورزشي استعدادونو د ودې په برخه کې ملاتړ وکړي.
د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې له ملت سټیل شرکت سره هوکړه لیک لاسلیک کړ. د یاد هوکړه لیک له مخې، شرکت ژمنه وکړه چې د ځوان فوټبالر محمد عثمان عاطف د زده‌کړو مصارف تر دوولسم ټولګي پورې په بشپړه توګه پر ځان مني، څو  د هغه ورزشي وړتیاوې وده وکړي.

د هوکړه لیک په مراسمو کې د ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق، د ملت سټیل فابریکې رئیس حاجي نقیب‌الله نظري، د المپیکي چارو رئیس داد محمد پاینده اختري، د فوټبال فدراسیون غړي او د محمد عثمان عاطف کورنۍ ګډون درلود.

مولوي احمدالله وثیق د ځوان استعدادونو ملاتړ ته په اشاره وویل چې هېواد د پټو ظرفیتونو ډک دی او دغه ډول پروګرامونه کولای شي د هغوی د پرمختګ زمینه برابره کړي. د ملت سټیل فابریکې رئیس نقیب‌الله نظري هم د محمد عثمان عاطف د دوامداره ملاتړ ژمنه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې دغه همکاري به د هغه لپاره د لا زیاتو ورزشي بریاوو زمینه برابره کړي.

دغه نوښت د هېواد د ورزشي استعدادونو پېژندنې او د هغوی د مسلکي روزنې په برخه کې یو مهم ګام بلل شوی دی.