پولیسو د نورستان په نورګرام کې ۶تنه د منکراتو ، نشه یي توکو د خرڅلاوو او د شخړو په تور نیولي.
د نورستان امنیه قوماندان مولوی اخترمحمد " مزمل" په هدایت د نورګرام امنیې قوماندانۍ پولیسو له لوري د یاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې شپږ تنه د منکراتو ، نشه توکو استعمال، خرڅلاوو او د کورنیو شخړو په تور نیولي دي.
نیول شویو کسانو د منکراتو سربېره ، د نورګرام په بېلابېلو ساحاتو ناوړه عمل ترسره کول چي د سیمې اوسیدونکو لخوا امنیتي ځواکونو ته پیژندل شوي او وروسته د پولیسو له لوري په یو ځانګړې تشکیل کې نیول شوي دي.
نیول شوي کسان اوسمهال تر دقیقو پوښتنو لاندې دي چي وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.