خوست روغتيا رياست: نن په دې ولایت کې د پوليو دوه څاڅکو واکسينو د ورکړې کمپاين پيلوو.
خوست کې روغتيايي چارواکي وايي؛ دوشنبه به د خوست په ټولو ولسواليو کې د ګوزڼ ناروغۍ د مخنيوي په هدف د پوليو دوه څاڅکو واکسينو او تر څنګ يې د وېټامين اې کپسولو پروسه کمکيو ماشومانو ته پيل کړي.
دوی وايي هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کالو کم دي په کليو کې به د وکسیناتورانو له لوري دوه څاڅکي واکسين ورته تطبيق شي . د واکسینو دغه کمپاين چې په ټول هېواد کې به له پنځو کالو کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسين پکې تطبيق شي دوشنبه يې د کمپاين لومړۍ ورځ پيليږي. په دغه کمپاين کې به نېږدې ۳۵۵۰۰۰هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کالو کم وي، د دوه څاڅکو واکسينو تر څنګ به وېټامين اې کپسول هم ورکړل شي. رنځپوهان له خوست مېشتو غوښتنه کوي، چې د خپلو ماشومانو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
ديني علماء هم ماشومانو ته د پوليو د دوه څاڅکو واکسيونو په ورکړه ټينګار کوي. دوی وايي پولیو هم د یوې ناروغۍ وقایهوي درمل دي او د اسلام نظره هیڅ ستونزه نه لري.
افغانستان کې له کالونو راهيسې د پوليو یا ګوزڼ واکسين پروسه روانه ده او له دغه ساري ويروس څخه د مخنيوي په موخه هېواد کې سلګونه زره هغه ماشومان چې عمرونه يې له پنځو کالو کم وي میاشت کې دوه څاڅکي واکسين ورکول کيږي.
روان کمپاين په ټول هېواد کې ترسره کیږي او له پاکستان هېواد څخه راستنه شوي افغان کډوالو ته يې هم په سرحدي پولو د پوليو ټيمونه ځانګړي کړي دي، څو د ګوزڼ ناروغۍ مخنيوی شوی وي.