د هرات امنیتي مسولان؛ دې ولایت کې وسلې او نظامي تجهیزات نیول شوي دي.
د هرات ولایت امنیه قومندانۍ ویاند غلام نبي نبي زاده پولیس راډیو ته وویل، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت د اوپراتیفي او کشفي عملیاتو په پایله کې، لسګونه میله اسلحې او ګڼشمېر پوځي تجهیزات د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه کشف او ضبط کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې یادو اسلحو او کشف شویو تجهیزاتو کې ۱۴ کلاشینکوفونه، ۶۴ بېلابېلې تفګنچې، ۸ د ښکار وسلې، ۳ بالازن، ۱ پیکا، ۸۳ لاسي بمونه، ۲۸۰۰ د پیکا مرمۍ، ۲۰۰ د بالازن مرمۍ، یو لاسي دوربین، ۴ برچې، ۱۲ لاسي مخابرې، یو د ټانک ضد ماین، ، ۹ د راکټ سرونه، ۷ د بالازن چارجر، ۶ دانې د بدن پلټنې ماشینونه، ۱۶ د پولیسو د بلوا ضد وسایل،۲ روسي کودا مخابرې او ۲ دانې د M16 چارجر جالۍ په یادو عملیاتو کې شاملې دي.
موندل شوې وسلې او تجهیزات د قانوني مراحلو له تېرېدو وروسته د «دایاک» دفتر ته سپارل شوي.
مسؤلین وايي، په تړاو یې څو تنه نیول شوي او دوسیې یې تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوې دي.