د سمنګان ولایت چارواکي وایي، د دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبروسکرو په یوه کان کې د تونل راپریوتو له امله څلور تنه کانکیندونکي مړه شوي دي
یاد کارګر چې د دایکنډي ولایت د اشترلي ولسوالۍ اوسېدونکي وو، له درېیو ورځو راهیسې په کان کې بند پاتې وو. د پولیسو او د سیمې د خلکو په مرسته د دوی مړي تېره شپه له تونله را وایستل شول او کورنیو ته وسپارل شول.
د کانونو کارکوونکي وخت ناوخت د خوندیتوب د وسایلو نشتوالي له امله له ورته پېښو سره مخ کېږي. خو د سیمهییزو چارواکو په وینا، د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره هڅې روانې دي.