slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ایران په سویل ختیځ سیستان او بلوچستان ولایت کې د یوې محکمې پر ودانۍ وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې ۹ تنه وژل شوي، چې درې یې د برید کوونکو له ډلې دي.

د رویټرز خبري آژانس د معلوماتو له مخې، دغه برید د جیش العدل په نوم سني وسله‌والې ډلې له لوري ترسره شوی. برید د ولایت مرکز زاهدان ښار ته نږدې شوی، چې پکې ۲۲ تنه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

جیش العدل ډلې منلې چې درې تنه غړي یې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

سیستان او بلوچستان ولایت، چې ډېری اوسېدونکي یې بلوڅ سني مسلمانان دي، له کلونو راهیسې د بې‌وزلۍ، بې‌پامۍ او سیاسي محرومیت له امله د ستونزو ښکار دی.