ملي دفاع وزارت په کنړ کې يو باب پل د ميليونونو افغانيو په ارزښت رغولی
ملي دفاع وزارت ويلي چې د کونړ د دانګام ولسوالۍ په دوبندو سېمه کې، د ۱۸ ميليونو افغانیوو په ارزښت د ۳۱ مترو په اوږدوالي او د شپږو مترو په پلن والي سره يو باب پل جوړ، د ۲۰۱ خالدبن ولید قول اردو قومندان مولوي عبدالصبور ابودجانه او د کونړ د والي مولوي قدرت الله ابوحمزه په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دوي ويلي د دغه پل په جوړیدو سره د سلګونو کورنيو د تګ راتګ ستونزې هوارې شوې.