slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مصر په شرم‌الشیخ ښار کې نن د غزې جګړې د پای ته رسولو او اوربند د تړون د وروستي جوړښت په اړه مهمې خبرې اترې پيل شوې دي.

د سرچینو په وینا، په دې غونډه کې به د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو، له غزې څخه د اسراییلي ځواکونو د وتلو، او د راتلونکې امنیتي همکارۍ پر موضوعاتو خبرې وشي.

د امریکا د ولسمشر ټرمپ زوم جیراډ کشنر او ځانګړی استازی سټیف وېټکوف د واشنګټن استازولي کوي. د اسراییل د لومړي وزیر دفتر وايي چې د دوی استازی هم د خبرو لپاره شرم‌الشیخ ته سفر کوي.

له بلې خوا، د حماس پلاوی د خلیل الحیه په مشرۍ لا له وړاندې مصر ته رسېدلی او د فلسطین د مقاومت سازمان ویلي، چې دوی د خبرو اترو د دوام هرکلی کوي.

ورته مهال ځینې عربي رسنۍ د حماس د سرچینو له قوله لیکي چې دغه ډله د نړۍوال څار تر سیوري لاندې د بې‌وسلې کېدو د بحث منلو ته هم لېوالتیا ښيي.