له آغوش ۵زره بستریز صحي مرکز څخه ۸۰ تنه روږدي له درملنې او مسلکي زده کړو وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې معینیت د غوښتنې کموالي ریاست اړوند آغوش ۵زره بستریز حمایې او درملنې مرکز څخه ۸۰ تنه روږدي چې مخکې د مرکز او ولایاتو له مختلفو سیمو څخه راټول شوي وو له درملنې او مسلکي زده کړو وروسته د ټاکل شوې کمیټې له خوا رخصت او روغ خپلو کورنیو ته وسپارل شول..