لوګر کې د ګڼو ترافیکي پېښو له امله درې تنه مړه او ۱۳ نور ټپیان شوي دي
د لوګر په بېلابېلو سیمو کې د ترافیکي پېښو له امله درېیو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
مسولین وايي چې په دې ولایت کې په تېرو دوو ورځو کې څلور جلا ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي. لومړۍ پېښه د لوګر مرکز اړوند خدر سیمه کې د مارسډیز او فلډر موټرو ترمنځ شوې، چې له امله یې اووه تنه سخت ټپیان شوي دي.
په بله پېښه کې چې د مرکز اړوند التمور سیمه کې رامنځته شوې، یو فلډر د لوړ سرعت له امله له سړک څخه اوښتی، چې چلوونکی یې ځای پر ځای په مړ شوی.
درېیمه پېښه د مرکز اړوند جمعه کلا سیمه کې شوې، چې یو کورولا یو تن وهلی، چې وهل شوی کس هم ځای پر ځای په مړ شوی.
څلورمه پېښه د محمدآغې ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې، چې پکې د سراچې او موټرسایکل ترمنځ ټکر شوی، او له امله یې درې تنه ټپیان شوي دي.
د لوګر امنیه قوماندانی وياند مولوي احمدالله انس وايي، چې د یادو پېښو زیاتره لاملونه د ډرېورانو د بېاحتیاطي، تېزه چلېدنه او د ترافیکي قوانینو نه مراعت څخه را منځته شوي.