قطر: د غزې د اوربند لپاره د منځګړیتوب هڅې نه درو.
د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني ویلي، چې هېواد یې به له امریکا او مصر سره په ګډه د غزې د اوربند لپاره د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې د عربي ـ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ځانګړې غونډې په مقدماتي ناسته کې وکړې او ټینګار یې وکړ چې اسراییل به ونه شي کولای د قطر او مصر د منځګړیتوب بهیر ودروي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې اسراییل د وږي په ۱۸مه په دوحه کې هغه ودانۍ وویشته، چې د حماس غړي پکې مېشت وو. قطر په غبرګون کې د خپل منځګړیتوب رول ځنډولی و، خو اوس یې اعلان کړی چې هڅې به روانې وي.
په غونډه کې د عربي او اسلامي هېوادونو وزیرانو د اسراییل برید د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض او د سیمې د ثبات لپاره ګواښ بللی او پر دوحې یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی دی. ټاکل شوې سبا د ایران او ترکیې ولسمشران او د عراق لومړی وزیر هم په غونډه کې ګډون وکړي.