slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې له خپل چینايي سیال سره راتلونکې خبرې به د سویابینو پر موضوع راڅرخي.

ټرمپ ټینګار کړی چې د چین له لوري د امریکایي سویابینو نه‌پېر د دې هېواد کروندګرو ته دروند زیان اړولی دی. ټرمپ ویلي، بیجېنګ د سویابینو د وارداتو درول د سوداګریزو خبرو په بهیر کې د فشار د وسیلې په توګه کاروي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، چین د امریکا پر ځای دا مهال د سویابینو لویه برخه د سویلي امریکا له هېوادونو، په ځانګړي ډول برازیل او ارجنټاین، څخه واردوي. دغه بدلون د امریکایي بزګرانو لپاره د میلیاردونو ډالرو په کچه مالي تاوانونو لامل شوی دی.

شنونکي وایي، د سویابینو مسله د واشنګټن او بیجېنګ ترمنځ د روانو سوداګریزو ترینګلتیاوو یوه مهمه برخه ده او کېدای شي د دواړو لورو پر اقتصادي اړیکو لا زیات فشار رامنځته کړي.