ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی
ننګرهار ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا پېښه د غني خیلو ولسوالۍ د کلینیک تر څنګ د موتور سایکل او ویکسار موټر تر منځ شوې وه.
د پېښې سره سم، د غني خېلو ولسوالۍ امنیتي ځواکونه او د ترافیکو د بررسی ټیم سمدستي د پېښې ځای ته رسېدلي. د پېښې په پایله کې یو تن سخت ټپي شوی و، چې وروسته یې روغتون ته انتقال کړو او هلته یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
پېښه د ترافیکي اصولو د نه مراعت، بې احتیاطۍ او تېز سرعت له امله رامنځته شوې ګڼل کېږي.