slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د راپورونو له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې چې برید د هغه افغان له خوا ترسره شوی چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته انتقال شوی و. د بریدګر هویت «رحمن الله لکڼوال» ښودل شوی او ویل کېږي چې په ټپي حالت کې نیول شوی دی.

ورته مهال ، د «افغان ایواک» په نوم د کډوالو د ملاتړ بنسټ دا پېښه «شخصي عمل» بللی او ټینګار یې کړی چې باید د یو شخص کړنه د ټولې افغان ټولنې استازیتوب ونه ګڼل شي.

د افغان سولې پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او هغه یې «ظالمانه او د نه منلو » بللې ده.

ولسمشر ټرمپ بیا ویلي چې ټول هغه افغانان باید له سره و ارزول شي چې د جو بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته لېږدول شوي دي.

په امریکا کې د وسله‌والو بریدونو پېښې په وروستیو کلونو کې په پرلپسې توګه زیاتې شوي دي.