افغان کرېکټ بورډ د پاکستان له برید وروسته درې اړخیزه سیالۍ کې له ګډون ډډه وکړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې د پاکستان هوايي ځواکونو وروستي برید ته په غبرګون کې، د پاکستان په کوربهتوب راروانه درې اړخیزه کرېکټ لوبلړۍ کې به ګډون ونهکړي.
د کرېکټ بورډ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، دغه پرېکړه د هغو افغان لوبغاړو د درناوي په موخه شوې چې د پکتیکا په وروستي برید کې یې ژوند له لاسه ورکړ.
په اعلامیه کې راغلي، یاد لوبغاړي له یوې دوستانه سیالۍ وروسته د پاکستاني ځواکونو د “ناځوانمردانه برید” قرباني شول، چې دا پېښه د افغانستان د کرېکټ د کورنۍ لپاره ستر غم او نه جبرانېدونکی تاوان بلل کېږي.
د بورډ مشرتابه د وژل شویو لوبغاړو کورنیو ته د ژورې خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې د هېواد د ورزشي استازو وینه هېڅکله نهشي هېرېدلای.
افغان کرېکټ بورډ زیاته کړې، تر هغې چې د برید په اړه شفافه څېړنه نهوي ترسره شوې او عاملین یې نهوي پېژندل شوي، د پاکستان له اړوندو ورزشي پروګرامونو سره به هېڅ ډول ګډ فعالیت ونهشي.


