slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي؛ هغه برېټانوۍ جوړه چې نږدې اووه میاشتې وړاندې په بامیان کې نیول شوې وه، له زندانه خوشي شوې ده.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د اېکس په یوه لیکنه کې ویلي، پيټر او باربي رېنولډز د افغانستان د قوانینو سرغړونه کړې وه او د قضایي بهیر له بشپړېدو وروسته د بند له مودې خلاص شول.

بلخي زیاته کړې چې د بندیانو قضیې باید د سیاسي مسایلو رنګ ونه لري او ټینګار یې کړی چې افغان اتباعو ته هم په بهر کې د کنسولي خدماتو برابرول اړین دي.

د ده په وینا، د دې جوړې د خوشي کولو په برخه کې د قطر منځګړیتوب مهم رول درلود. هغه له "ورور هېواد قطر" د هڅو او همکارۍ مننه کړې ده او ویلي یې دي چې د دغه هېواد استازي د برېټانیا له ځانګړي استازي رېچارد لینډسي سره یو ځای کابل ته ورغلي وو او د برېټانوي اتباعو د سپارلو پروسه ترسره شوې ده.

پیټر او باربي رېنولډز د روان کال د فبرورۍ میاشت کې د بامیان ولایت په لاره د خپل کور پر مهال د اسلامي امارت له لوري نیول شوي وو.