slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 اسراییلي رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد سیاسي مشرانو پوځ ته امر کړی، د غزې د نیولو پر پلان شویو عملیاتو د ځنډ تڼۍ کېږدي او یوازې په دفاعي حالت کې پاتې شي.

د اسراییلي پوځي راډيو د خبر له مخې، عسکرو ته سپارښتنه شوې چې خپل فعالیتونه محدود کړي او له هر ډول پراخو بریدونو ډډه وکړي. ویل کېږي دا پرېکړه د اسراییلي او امریکایي چارواکو تر اوږدو خبرو وروسته د شپې ناوخته شوې ده.

سرچینې زیاتوي، دغه ګام په داسې حال کې پورته کېږي چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییل نه د بریدونو د درولو غوښتنه کړې وه. د هغه د سولې د طرحې مهمې برخې اوربند، د بندیانو خوشي کول او د جګړې پای ته رسول بلل شوي دي.

د کاننومي اسراییلي خبري شبکې په وینا، تمه ده ډېر ژر د ټرمپ د پلان د عملي کېدو په اړه رسمي خبرې پیل شي.