د کونړ په ځنګلونو کې د پراخې اورلګېدنې مخه نیول شوې.
لنډ خبرونه-
د کونړ ولایت امنیه قومندانۍ وايي چې د دیوه ګَل ولسوالۍ په ځنګولو اور لګېدنه رامنځته شوې وه ، چې د دې ولایت اوروژنې ټیمونو یې د پراخېدو مخه نیولې. اور د چلس په نوم سیمه کې په خپل سر لګېدلی چې وروسته د دوو ورځو د سیمې اوسېدونکو او امنیتي ځواکونو د هڅو په پایله کې مهار کړای شو.