ننګرهار؛ خوګیاڼو کې پنځه تنه وسلهوال غله نیول شوي.
په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، د خوګیاڼو ولسوالۍ د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو پنځه تنه وسلهوال غله نیولي دي، چې د نظامي یونیفورم په اغوستلو یې غلا کړې وه.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، نیول شوي کسان د تېرې شپې په یوه پېښه کې تورن دي. یادو کسانو د پیره خیلو د سپین راغه په سیمه کې د یوه اوسېدونکي کور ته ورننوتل، قېمتي توکي او نغدې پیسې یې غلا کړې، او د کور خاوند یې په ډزو وژلی دی.
امنیتي ځواکونو د پېښې تر ثبتېدو وروسته، د کشفي معلوماتو پر بنسټ عملیات کړي او پنځه تنه شکمن کسان یې نیولي دي. له دوی سره د غلا شوو پیسو یوه برخه، یو چریز توپک او نور توکي هم ترلاسه شوي دي.
چارواکي وايي، نیول شوو کسانو د خپلې جرمي کړنې اعتراف کړی او د هغوی پر ضد مقدماتي اسناد ترتیب شوي دي. د قضیې دوسیه د قانوني څېړنو لپاره اړوندو عدلي او قضایي بنسټونو ته سپارل شوې ده.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې د خلکو د ژوند، مال او عزت ساتنه یې لومړیتوب دی، او هېڅ مجرم ته به اجازه ور نه کړل شي چې د قانون له منګولو څخه ځان خلاص کړي.