slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست چارواکي وایي، چې د دې ریاست کارکوونکو، د ورزشي فدراسیونونو مسؤلینو او لسګونه ورزشکارانو له خوا د هغو افغان مهاجرینو د هرکلي او مرستې لپاره ځانګړی کاروان اسلام‌قلعه سرحد ته ولېږل شو، چې تازه له ایران څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

د بدني روزنې او ورزش رئیس مفتی عبدالرحیم رحماني وايي، چې دا کاروان د شاوخوا ۵۰ موټرو په مرسته د سلګونو مهاجرینو د لېږد چارې له سرحد څخه تر هرات ښار پورې ترسره کړې.

نوموړي زیاتوي، چې د راستانه شوو هېوادوالو لپاره نه یوازې د ترانسپورټ اسانتیاوې برابرې شوې، بلکې پر هغوی نغدې مرستې، خوراکي توکي، د څښاک پاکې اوبه او درمل هم وویشل شول.

رحماني وویل: "دا زموږ ملي او انساني مسؤلیت دی، چې له خپلو مظلومو هېوادوالو سره د سختیو په وخت کې ولاړ اوسو. ورزشکاران یوازې په میدانونو کې نه، بلکې د خلکو په خدمت کې هم د همت سمبول دي."

دغه ګام په داسې حال کې پورته کېږي، چې په وروستیو ورځو کې له ایران او نورو ګاونډیو هېوادونو څخه د زرګونو افغان مهاجرینو د بیرته راستنېدو لړۍ چټکه شوې، چې زیات شمېر یې د اسلام‌قلعه بندر له لارې هېواد ته داخلېږي.

د هرات د بدني روزنې او ورزش ریاست دا بشري اقدام د خلکو له خوا تود هرکلی موندلی او ګڼو ټولنیزو فعالانو دا یو الهام‌بښونکی گام بللی.