امربالمعروف وزارت؛ محتسبینو په روزګان ولایت کې اویا کلن سپین ږیري ته د ځوانې نجلۍ له غیر شرعي نکاح مخنیوی وکړ.
د امربالمعروف وزارت د خبرپاڼې په حواله د روزګان ولایت امر بالمعروف ریاست مسؤلانو یوه ځوانه نجلۍ چې ترونو یې غوښتل د نوموړې له خوښې پرته یې د زیاتو پیسو په بدل کې اویا کلن سپین ږیري ته په غیر شرعي نکاح ورکړي، مخنیوی وکړ.
خبرپاڼه د یاد ولایت د محتسبینو په حواله وایي؛ یاده نجلۍ چې پلار یې ګونګ و او رواني حالت یې هم ښه نه و، کاکا یې غوښتل، چې اویا کلن سپین ږیري ته یې د زیاتو پیسو په بدل کې ورکړي چې د محتسبینو له لوري د دې ناوړه عمل مخه ونیول شوه.
بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډه دي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګني او ډاډ ورکوي چې هېڅ چا ته به اجازه ورنکړي څو د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.