کرېملین: پر اوکراین بریدونه د پوتین ټاکل شوې موخې دي.
د روسیې د ولسمشر ویاند، دیمیتري پیسکوف، ویلي چې پر اوکراین پوځي بریدونه د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا ټاکل شوي اهداف دي او دغه عملیات د مسکو د امنیت د ساتنې لپاره اړین بلل کېږي.
پیسکوف ټینګار کړی چې روسیه د پوځي اقداماتو پر ځای بله لاره نه لري او جګړه به تر هغه وخته روانه وي، څو د کرملین ستراتېژیکې موخې پوره نه شي.
دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ګډون د ځینو هېوادونو مشران د جګړې د پای ته رسولو هڅې کوي. راپورونه وايي، څه موده وړاندې ټرمپ په آلاسکا کې له ولادیمیر پوتین سره لیدلي، خو خبرې یې د کومې پایلې پرته پای ته رسېدلې دي.
شنونکي باور لري چې د اوکراین جګړه د امریکا لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه واشنګټن له پیل راهیسې د کیف تر ټولو ستر پوځي ملاتړی ګڼل کېږي.
سره له دې هڅو، لا هم د جګړې د پای ته رسېدو څرک نه تر سترګو کېږي او دواړه خواوې هره ورځ د پام وړ تلفات وړي.