slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د اسراییلو پوځ ویلي،چې د هوايي برید په ترڅ کې یې د لبنان په جنوبي سیمه «دیرکیفا»کې د حزب‌الله د وسلو یو زېرمتون په نښه کړی دی. پوځ زیاته کړې،چې دغه موخه نظامي وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند سرغړونه بلل کېږي.

تر دې برید څو ساعته وړاندېد اسراییل پوځ د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب‌الله یو غړی په «عیتا الشعب»سیمه کې وواژه.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو له اسراییلو غوښتي، د خپلو هوايي بریدونو شدت، په ځانګړي ډول «غیر ضروري بریدونه»، کم کړي څو د لبنان حکومت وکولای شي د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو د طرحې پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

د لبنان حکومت د اسد په ۱۶مه د امریکا د وړاندیز شوې طرحې عمومي چوکاټ تصویب کړی،چې له مخې یې باید تر ۲۰۲۵کال پای پورې د حزب‌الله وسلې بې‌اغېزې شي.

خو حزب‌الله له دې پلان سره مخالفت ښودلی او د دې ډلې مرستیال مشر «نعیم قاسم»خبرداری ورکړی چې دغه هڅې کېدای شي لبنان د کورنۍ جګړې پر لور یوسي.