slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ په درم‌درم سیمه کې نن مازیګر یوه جنایي پېښه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې یې څلور کسان وژل شوي دي.

د کاپیسا ولایت د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د شفیع‌الله او طالب، د ملنګ زامنو له لوري په ډزو وژل شوي، چې د اله‌سای ولسوالۍ اوسېدونکي دي. راپورونه ښيي، دغه ډله د تیر کال د صدیق‌الله پېښې د غچ اخیستلو په پار نن تګاب ولسوالۍ ته راغلې وه.

په وژل شویو کسانو کې د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ د دویمې حوزې آمر او درې ساتونکي شامل دي، چې د پکتیا ولایت اصلي اوسېدونکي وو. د امنیه قومندانۍ په وینا، پېښه تر جدي څېړنې لاندې ده، او د قاتلینو د نیولو او د لا نورو کشفي او استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کولو هڅې روانې دي.