خوست کې د کم عمره کسانو د استخدام د مخنیوي څارنه بشپړه شوه
د امیرالمؤمنین حفظهالله د فرمان پر بنسټ، په خوست ولایت کې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره کسانو د استخدام پر موضوع نظارت بشپړ شو، او وروستی راپور یې د خوست امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد سره شریک شو.
یاد نظارت د یوې ځانګړې کمیټې له خوا ترسره شو، چې غړي یې د بشري حقونو، جنایي، کورني امنیت، جلب او جذب او پېژند مدیریتونو استازي ول. دا کمیټه د امیرالمؤمنین د هغه حکم پر اساس جوړه شوې وه، چې له مخې یې د قانوني عمر نهلرونکو کسانو جلب او جذب منع بلل شوی.
د کمیټې مسئولینو ویلي، چې د خوست ولایت ټولو امنیتي ادارو ته یې فزیکي مراجعه کړې، اسناد او تشکیلونه یې وکتل او ډاډ یې ترلاسه کړ چې د فرمان تطبیق په بشپړ ډول روان دی.
د خوست امنیه قومندان ملا عبدالله حماد د راپور تر ترلاسه کولو وروسته له یادې کمیټې مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د اسلامي امارت د اصولو او هدایتونو پر بنسټ به د قانون تطبیق ته دوام ورکوي.
یاد اقدام د بشري حقونو د خوندیتوب، د ماشومانو د ساتنې او د سالم امنیتي تشکیلاتو د جوړښت لپاره یو مهم ګام بلل شوی، چې د عامو خلکو له خوا یې تود هرکلی شوی دی.