slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بغلان ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر په توګه الحاج مولوي جمال‌الدین "وهاج" رسماً معرفي شو. د معرفۍ دغه مراسم د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال مولوي عبدالحق "حقاني" په مشرۍ، د کنر والي مولوي قدرت‌الله ابو حمزه، د کندز امنیه قوماندان مولوي مطیع‌الله سیف‌الله، او یو شمېر نورو امنیتي او ملکي مسؤلینو په ګډون ترسره شول.

د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحق "حقاني" په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت په چوکاټ کې بدلون او تغییر یو طبیعي او ضروري اصل وباله. نوموړي د نوي آمر د ټاکل کېدو د مبارکۍ ترڅنګ، د امنیت ټینګښت، مسلکي نظم، د قانون تطبیق او ولس ته د خدمت په برخو کې مهمې مشورې او سپارښتنې وړاندې کړې. هغه همداراز د پخواني امنیت آمر هڅې وستایلې او د ترسره شوو خدمتونو قدرداني وکړه.

د کنړ والي مولوي قدرت‌الله ابو حمزه د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ، انسجام او اطاعت پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي وویل، "هر مسؤل باید د شرعي او اداري اصولو مطابق د خپل مشر اطاعت وکړي، ځکه اطاعت د نظام د بقا او د چارو د سمون اساس دی."

نوی امنیت آمر مولوي جمال‌الدین "وهاج" ژمنه وکړه چې د امنیت ټینګښت، د نظم تامین، د قانون پلي کولو او د ولس خدمت ته به لومړیتوب ورکړي او د دې مسؤلیت د سرته رسولو لپاره به له ټولو امنیتي ارګانونو سره په ګډه کار کوي.