د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې په پینځو ولایتونو ۳۹ تنه روږدي د درملنې په موخه راټول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو لخوا د هېواد په پنځو ولایتونو لغمان، بلخ، پروان، ميدان وردګو او سمنګانو کې ٣٩ تنه روږدي، چې له ډلې يې ۱۲ تنه لغمان، ٢١ تنه بلخ، ۳ تنه پروان، ٢ تنه ميدان وردګو او ١ تن سمنګانو ولایت کې راټول او د درملنې په موخه يادو ولايتونو کې د غوښتنې د کموالي ریاست اړوند روغتيايي کمپونو ته د درملنې په موخه ورپیژندل شوي دي.