خوست کې څلور کوډګر نیول شوي چې یو یې د درملنې لپاره سرې میاشتې ته سپارل شوی.
د خوست ځایي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې څلور کوډګر د خلکو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، نیول شوو کسانو له اوږدې مودې راهیسې خپل ظاهري وضعیت ته پام نه و کړی او ځینې یې د شلو کلونو راهیسې وېښتان نه وو جوړ کړي.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند، سیفالاسلام خیبر، د دې خبر پخلی کړی چې د دغو کسانو په اړه د خلکو شکایتونه موجود وو او د کورنیو په غوښتنه یې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه چې په نیول شویو کسانو کې یو تن رواني ستونزه لري او د درملنې لپاره سرې میاشتې روغتیايي مرکز ته سپارل شوی دی. د خیبر په وینا، پاتې درې تنه بیا د لومړنیو ظاهري اصلاحاتو وروسته په ضمانت خپلو کورنیو ته خوشې شوي دي.
چارواکي وایي چې د هېواد په ځینو نورو ولایتونو کې هم ورته عملیات شوي او لسګونه کسان د کوډګرۍ او غیرنورمال حالت له امله نیول شوي دي. له دې سره هممهاله د امربالمعروف وزارت په ټول هېواد کې د هغو رواني ناروغانو د راټولولو بهیر پیل کړی چې د عامو خلکو په منځ کې ژوند کوي. دغه کسان وروسته د درملنې او څارنې لپاره سرې میاشتې ته ورپېژندل کېږي.