د ملي دفاع وزارت له لوري په ۲۰۵ البدر قول اردو کې ٨ ضربه اوبوس توپونه ترمیم شول
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر په خپره شوې خبرپاڼه کې ويلي؛ چې ددې وزارت مربوط د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د ثقیله اسلحو په ورکشاپ کې اته ضربه اوبوس توپونه د مسلکي او تخنیکي انجنیرانو په هڅو چې د تېرې ادارې پر مهال تخریب شوي وو ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
هېره دې نه وي چې تر دې وړاندې هم په یاد ورکشاپ کې په زیات شمیر دهشکې، زیکویک او ډي سي توپونه بیا ځلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.