slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د هرات ولایت اړوند د مبارزې مدیریت مسؤلین وايي، ۲۵۳ تنه روږدي چې د ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، له درې میاشتني درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

یاد کسان د ټاکل شوې کمیټې تر څارنې لاندې له درملنې، پاملرنې او بیارغونې پروګرامونو څخه وروسته په سالمه توګه رخصت شول. مسؤلین وایي چې د روږدو د درملنې ترڅنګ د هغوی د بیا ټولنیز ادغام لپاره هم هڅې روانې دي.