slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د راستنېدونکو مهاجرینو د ستونزو حل، د استوګنځای برابرولو او د رڼو خدماتو  وړاندې کولو په موخه، د فراه د کور او ښار جوړولو ریاست په تالار کې د ځمکې د وېش ملي پروسې پنځمه همغږۍ ناسته جوړه شوه. دغه ناسته د یاد ریاست د رئیس، الحاج مولوي نصرالله استقلال په مشرۍ ترسره شوه، چې د ولایت د بېلابېلو دولتي ادارو مسؤلینو او استازو پکې برخه اخیستې وه.

 ناسته کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو ریاست رئیس، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو آمر، د کلیو پراختیا رئیس، ښاروال، د اوبو رسونې آمر، د سیندیزې حوزې رئیس، د چاپېریال ساتنې رئیس او د استخباراتو ریاست استازو ګډون کړی و. دا همغږۍ ناسته د راستنېدونکو کورنیو د نوم لیکنې، د تابعیت اسنادو ارزونې، د سرپرستانو د مرکې او د اړوندو اجراتو د روان بهیر د ارزونې لپاره ځانګړې شوې وه.

د ناستې ګډونوالو د الف فورم د ډکولو پروسه، د اسنادو د څېړنې څرنګوالی او د غوښتونکو د اهلیت د تثبیت پر بهیر هر اړخیز بحث وکړ. دوی د روانو چارو د شفافیت، چټکتیا او مسلکي مدیریت ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دا پروسه باید لا هم منظم، عادلانه او همغږې شي، ترڅو هېڅ مستحق کورنۍ له خپلې حقه ځمکې بې برخې نه شي.

په پای کې پرېکړه وشوه چې د همغږۍ د لا پیاوړتیا لپاره به د هرې ادارې استازي د فورمونو د تثبیت او ارزونې په پړاوونو کې فعاله ونډه واخلي. دا پرېکړه به مرسته وکړي چې د مستحقو راستنېدونکو مهاجرینو حقوق خوندي پاتې شي او د هغوی د بیا مېشتېدو بهیر له شفافو او عادلانه لارو ترسره شي.

دغه ناسته د فراه د ولایتي ادارې هغه ژمنتیا څرګندوي چې د راستنېدونکو لپاره د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي او هغوی ته د دوامدار استوګنځای زمینه برابره شي.