slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار چارواکي وايي چې د لعلپورې ولسوالۍ لنډي خيبر سيمه کې مازديګر ناوخته د روغتيا پالو اړوند بکسه ډوله عمله موټر الټو سره د جنګېدو په پېښه کې اوښتی، چې له امله يې يوه قابله شهيده شوې او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

د ننګرهار عامې روغتيا ریاست وياند نقيب الله رحيمي وايي، چې په دې پېښه کې موټر چلوونکی، يو ماشوم او پنځه نور روغتيا پالې ټپي شوي، چې روغتيايي حالت يې نازک دی.

رحيمي وايي چې دا روغتيا پالې د لعلپورې او مومندرې ولسواليو د روغتيايي مرکزونو کار کوونکي وو.

ياد ټپیان اوسمهال په حوزوي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.